د بغلان بورې امارتي شرکت له لوري د چغندر نیالګیو کېنولو بهیر پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا باران قدرت له لوري په یاد امارتي شرکت کې د چغندر نیالګیو د کېنولو بهیر رسماً پیل شو.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د بغلان بورې امارتي شرکت د کرنې مدیر، انجنیر احمد مختار شریفي وویل، ټاکل شوې چې د غنمو د حاصلاتو له راټولولو وروسته د یاد امارتي شرکت اړوند پر شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه چغندر وکرل شي.
ښاغلي شریفي زیاته کړه، هغه بزګران چې د دې پروسې د پلي کېدو لپاره یې خپلې ځمکې په قرارداد ورکړې دي، د چغندرو په کر به پیل وکړي، چې ورسره به د چغندر تولیدات د پخوا په پرتله زیات شي.