د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم ۱۲ جریبه شاړه ځمکه کرنې ته چمتو شوه
1405/2/21 00:00
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم ۱۲ جریبه شاړه ځمکه کرنې ته چمتو شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د درېیم فارم لومړي بلاک ۹۴مې نمرې ځمکه کې د ۱.۱ کیلومتره فرعي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې او ۱۲ جریبه شاړه ځمکه کرنې ته چمتو شوه.


د یاد امارتي شرکت د مسؤولیو په وینا دغه فرعي سړک د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ او د قراردادي شرکت (حکیم الله صافي) په مالي لګښت د لس متره پلنوالي په لرلو سره هموار شوی دی، چې ورسره د سیمې اوسېدونکو او د مالټو بڼوالو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې دي.


د قراردادي شرکت مسؤول، حبیب الله صافی وایي چې د سړک د هموارکارۍ ترڅنګ یې په همدې سیمه کې ۱۲ جریبه شاړه او مخروبه ځمکه، چې له کلونو راهیسې پاتې وه، کرنې ته چمتو کړې ده او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پر یاده ځمکه د مالټو نوی بڼ جوړ شي.


د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسؤولینو د قراردادي شرکت له مسؤولینو وغوښتل، ترڅو د سړک د جغل اچونې چارې هم ترسره کړي، ترڅو د دوړو او ګردونو مخه ونیول شي او د سیمې د مالټو بڼونه له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي.