د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او افغان یونایتد بانک ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
1405/2/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او افغان یونایتد بانک ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د رهبري پلاوي او افغان یونایتد بانک د عامل پلاوي مرستیال، مبین احمد «امین» ترمنځ د یاد شرکت په مرکزي دفتر کې ناسته ترسره شوه.


په دې کتنه کې د شرعي مالي تمویل، بانکي همکاریو د پراختیا، پانګه‌ییزو اسانتیاوو او د انرژۍ سکتور اړوند فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې؛ دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د متقابلو همکاریو پیاوړتیا او د عملي همکاریو لپاره د هوکړه لیک چمتو کول کولای شي د انرژۍ سکټور د پراختیا او اقتصادي فعالیتونو د چټکتیا لپاره اغېزناک ثابت شي.


همداراز ټینګار وشو چې شفاف بانکي خدمات، اغېزمن مالي میکانیزمونه او منظم مالي همغږي د نفت او ګاز سکټور ودې، د ملي پروژو چټک تطبیق او هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.


د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت رهبري زیاته کړه، چې یاد شرکت هڅه کوي د ټولو ممکنه او اغېزمنو لارو چارو په کارولو سره خپل فعالیتونه لا پراخ، منظم او چټک کړي، څو د انرژۍ اړوند پروژې پر وخت پلې او خدمات په اغېزمن، معیاري او باوري ډول وړاندې شي.


د یادونې وړ ده چې دا ډول ناستې کولای شي د مالي او اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ کچه لوړه او د هېواد د انرژۍ او پانګونې سکټور لپاره نوې لارې هوارې کړي.