د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت له لوري مهم کرنیز فعالیتونه ترسره شوي دي
1405/2/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت له لوري مهم کرنیز فعالیتونه ترسره شوي دي


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت له خپل ترتیب شوي پلان سره سم، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد ځینو ولایتونو کې د فارمونو او د پروتوکولي بزګرانو په کروندو کې مهم کرنیز فعالیتونه ترسره کړي دي.


په دې موده کې یاد امارتي شرکت د ترکیې هېواد د ټیکا مؤسسې په همکارۍ، د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې سکټور د پیاوړتیا په موخه، په بلخ ولایت کې ۱۰۰ بستې د جوارو او ۱۰۰ بستې د سویابین تخمونه وېشلي دي.


همداراز، د پروان، کندز او بلخ ولایتونو په فارمونو کې اګروتخنیکي فعالیتونه لکه د ځمکې چمتو کول، اوبه ورکول او خیشاوه ترسره شوي دي؛ سربېره پر دې د بلخ ولایت په خاصه‌پز فارم کې د پنبې د (CD-401 ورایټي) تخم، د بامیې د (ورایټي اسپنلس) تخم، د رومي بانجانو د (ورایټي پیرسن) تخم کرنه او همدارنګه د هرات ولایت په فلاحت فارم کې د اکالا (151799) پنبې کرنه هم د وروستیو فعالیتونو یوه برخه ده.


د یادونې وړ ده، چې د یاد امارتي شرکت مسؤولینو په همدې موده کې د بلخ ولایت د پروتوکولي بزګرانو د غنمو کروندو وروستۍ ارزونه ترسره کړې، د هلمند ولایت د مارجې فارم د غنمو حاصلات یې راټول کړي او همدارنګه یې د ننګرهار ولایت د پروتوکولي بزګرانو کروندې د کرنیزو حاصلاتو د منظمو راټولولو او مدیریت په چوکاټ کې ارزولي دي.