د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز، تخنیکي او ترانسپورټي وسایط پېرلي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو کرنیزو، تخنیکي او ترانسپورټي چارو د لا اغېزمنتیا او میکانیزه کېدو په موخه، د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي وسایط او تجهیزات پېرلي او ګټې اخیستنې سپارلي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، انجنیر حکمت الله معروف وویل، چې د دې شرکت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې پر بنسټ د ۶ میلیونه، ۴۳ زره او ۳۶۴ افغانیو په ارزښت یو باربري خاور موټر، د تېلو د لېږدونې یو ټانکر، یو زرنج او درې عرادې کرولا « ټوډي» ډوله موټر پېرل شوې دي.
ښاغلي معروف زیاته کړه چې لس عرادې د درملو شیندنې ټانکرونه، چې له کلونو راهیسې غیر فعال وو، بیاځلې ترمیم او فعال شوي، ترڅنګ یې ۱۶ پايې واړه برېښنايي پمپونه (پوشتکي)، څلور واړه د قلبې او خیشاوې ماشینونه هم چمتو شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو وسایطو او تجهیزاتو په فعالېدو سره به د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند څلورګونو فارمونو کې د کرنیزو چارو چټکتیا زیاته، حاصلات ډېر، عواید لوړ او خلکو ته به د کار زمینه لا پراخه شي.