د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/2/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري تر څو د بوجیو جوړولو خونې، چې (۲۴۳.۵) متر مربع مساحت لري، په میاشتني ډول د (۲۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې د الماس نشنال سوداګریز شرکت ته په کرایه ورکړي.

 

هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټور چې یاد ملکیت ته اړتیا لري او له ذکر شوې اندازې څخه د زیاتې کرایې ورکولو توان لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۸) کاري ورځو پورې، د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري او خپله دې په ۱۴۰۵/۰۳/۱۳ نېټه، د مزایدې پروسه کې ګډون وکړي.

 

یادونه: تضمین (۸۰۰۰۰) افغانۍ دی او په نغدي توګه اخیستل کېږي.

 

پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، د ارزاقو امارتي شرکت ترڅنګ، درېیمه ناحیه ـ کابل