د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د عملیاتي چارو رئیس معرفي شو
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د عملیاتي چارو رئیس معرفي شو
نېټه: سه شنبه / ۱ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د عملیاتي چارو نوی رئیس، انجنیر فریدون ژمن، د یاد امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله مسلم له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دغې معرفت غونډه کې چې ولایتي مسؤولینو هم ګډون کړی و، د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله مسلم د عملیاتي چارو تازه ګومارل شوي رئیس ته په چارو کې د بریا او پرمختګ هیله څرګنده کړه.
د ناستې په پای کې، ښاغلي ژمن ډاډ ورکړ چې د ادارې د پرمختګ لپاره به اغېزمن او عملي ګامونه اخلي او د کیفیت د لوړولو لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.