د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په ننګرهار ولایت کې د زيتون حاصلاتو زیاتوالی
1405/2/26 00:00
Mumtaz خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د زيتون حاصلاتو زیاتوالی


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د خپلو زيتون بڼونو د منظمې ساتنې، پر وخت اګروتخنيکي فعالیتونو او معياري پالنې په پایله کې د زيتون حاصلات شوي دي.


 د ياد امارتي شرکت مسؤولين وايي، بڼونو ته سمه پاملرنه او مسلکي تخنيکي مديريت د دې سبب شوی چې د زيتون ونې ښه حاصل ورکړي او باکيفيته محصولات تر لاسه شي.


همداراز مسؤولين ټينګار کوي چې د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زيتون تېل په بشپړ ډول سوچه، خالص او له هر ډول کيمياوي موادو پرته توليدېږي، چې د روغتيا لپاره ګټور او د باور وړ محصول بلل کېږي.


د یادونې وړ ده چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د زيتون فابريکې هم له دغو حاصلاتو څخه سوچه زيتون تېل او معیاري اچار توليد کړي دي.