د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بادغیس ولایت د ارزاقو عمومي مدیریت په پام کې لري، ترڅو د خپل ملکیت ۳ بابه ګدامونه، چې د قلعه نو هوایي ډګر ترڅنګ موقعیت لري او همدارنګه ۱۹ بابه هټۍ، چې د بالامرغاب ولسوالۍ د خاصه داران په سیمه کې موقعیت لري د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.


په همدې اساس هغه راجستر شوي شرکتونه او پر شرایطو برابر اشخاص، چې د یادو جایدادونو په کرایه نیولو ته لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې، د بادغیس ولایت د ارزاقو عمومي مدیریت ته وسپاري.


یادونه: غوښتونکي شرطپاڼه ترلاسه کولای او کتلای شي؛ تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.


پته: د بادغیس د ارزاقو عمومي مدیریت، د هوايي ډګر ترڅنګ، قلعه نو ښار ـ بادغیس


د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو او سره په اړیکه کې شئ:

۰۷۹۹۶۳۴۰۲۱ – ۰۷۹۹۷۲۲۵۹۴

Email: info@arzaq.gov.af