د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت نوی سوداګریز رئیس معرفي شو
د رئیس الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۷/۱۱/۲۲ نېټې د ۷۹۲۵ شمېرې حکم پر بنسټ، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت نوی سوداګریز رئیس، مولوي عبدالمنان مخلص معرفي او په کار یې پیل وکړ.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله حامد رئیسانو، آمرینو او ادارې کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې ښاغلي حامد، تغیر او تبدیل د اسلامي نظام په جوړښت کې یو بنسټیز اصل وباله او پر صادقانه خدمت یې ټینګار وکړ.
په یاده ناسته کې د یاد امارتي شرکت نوي سوداګریز رئیس، مولوي عبدالمنان مخلص دا مسؤولیت یو لوی امانت وباله او ویې ویل، چې د ژمنتیا، صداقت او سالم مدیریت له لارې به د شرکت د سوداګریزو چارو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره کار وکړي.