د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت په پام کې لري، ترڅو د خپل مازاد جایداد ۳ بابه هنګرونه چې د لاندې ځانګړتیاوو درلودنکي دي، په کرایه ورکړي:
۱- لومړۍ شمېره هنګر چې (۱۵۰) کیلوواټه برېښنا، (۲۴۰۰) متر مربع مساحت او (۵۰۰) متر مربع ساحه لري.
۲- دویمه شمېره هنګر چې (۱۵۰) کیلوواټه برېښنا، (۱۰۹۰) متر مربع مساحت او (۳۵۵) متر مربع ساحه لري.
۳ - د (۴.۱) شمېرې دویم پوړ هنګر چې (۸۰) کیلوواټه برېښنا، (۷۸۸) متر مربع مساحت او (۳۱۹) متر مربع ساحه لري.
هغه افراد، اشخاص او امارتي مؤسسې چې د یاد تړون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۴) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیکونه د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت ته وسپاري او شرطپاڼه کتلای شي.
پته: د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت، نهمه ناحیه، هوتخېل ـ کابل