د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ۲ قلمه مبلائیل، ګریس او انتي فریز اوبو د تدارک او برابرولو پروژه چې د کوډ شمېره یې (NOB/G-1404/003) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې په تړون ورکړي.
هغه داخلي شرکتونه او متشبثین چې د تدارکاتو له طرزالعمل سره سم په شرایطو برابر وي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د پېژندپاڼې او د شرکت د جواز له کاپي سره یوځای، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۳/۲۱ نېټې پنجشنبې ورځ پورې، د ملي بس امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او شرطپاڼه ترلاسه کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۲۳ نېټې، شنبې ورځ پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په مالي او اداري ریاست کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین الزامي نه دی.
پته: د ملي بس امارتي شرکت، ۱۶ ناحیه، زنده بانان ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۴۷۳۸۸۲۲۰