د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/2/28 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د غوښو او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د لوی اختر د قربانۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د قربانیو لپاره څاروي (خوسي، وري او سېرلي) پېرلي دي، ترڅو درنو هېوادوالو ته په منظم او مناسب ډول سره د قربانۍ ترسره کولو او د څارویو د خرڅلاو خدمتونه وړاندې کړي.


اوس مهال هېوادوال او مسؤولین کولای شي د اړتیا وړ څاروي د یاد امارتي شرکت له ټاکل شویو مرکزونو څخه ترلاسه کړي.


ځانګړې پته:

- د غوښو او لبنیاتو د برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل


د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:

0777746450 ـ 0202304456