د کندهار د نفت او ګاز آمریت د اداري ودانۍ ساختماني چارې دوام لري
د کندهار د نفت او ګاز آمریت د اداري ودانۍ ساختماني چارې دوام لري
نېټه: چهارشنبه / ۲ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د نفت او ګاز امارتي شرکت، د ساختماني پروژو د زیاتېدلو په دوام، کندهار ولایت کې د نفت او ګاز آمریت د اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۱۱ سلنه بشپړ شوې دي.
دغې پروژه کې چې یوه درې پوړیزه معیاري اداري ودانۍ شامله ده، له قراردادي شرکت سره د شوي تړون پر بنسټ، د لومړي پوړ ساختماني چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د نفت او ګاز آمریت اداري ودانۍ د پروژې په بشپړېدلو سره به، یاد آمریت د معیاري ودانۍ برخمن شي او د کارکوونکو لپاره به منظم کاري چاپېریال رامنځته شي.