د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د سمنګان ولایت د دره‌ صوف بالا ولسوالۍ اړوند د جر نادربیک سیمې د لومړۍ برخې د کان‌کېندنې تړون، چې مساحت یې ۰.۵ کیلومتر مربع دی، د داوطلبۍ پروسې له لارې پر شرایطو برابر غوښتونکي ته ورکړي.


غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه ترلاسه کړي، خپل غوښتنلیکونه دې له شرطپاڼې سره سم چمتو کړي او د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۳/۱۲ نېټې پورې دې، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته وسپاري.


د آفر پرانېستنې غونډه په ۱۴۰۵/۰۳/۱۴ نېټه د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په مرکزي دفتر کې جوړېږي.


یادونه: تضمین له ۱۷مې مادې سره سم د ټولې پانګونې له ۲ سلنې څخه اخیستل کېږي؛ هر ډول لاسوهنه او نفوذ به له پروسې څخه د غوښتونکي د لرې کېدو سبب شي او ناوخته رسېدلي وړاندیزونه نه منل کېږي.


پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، ۳مه ناحیه، پلخمري ښار ـ بغلان


د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او ایمیل پتې سره په اړیکه کې شئ:

د اړیکې شمېره: ۰۷۳۰۱۳۰۸۳۴

ایمیل پته: info@encc.gov.af