د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا په برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار ترکمنستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې، د ياد هېواد د انرژۍ وزیر، ښاغلي آننه ګیلدي سپروف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د برېښنايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، ملا عبدالحق همکار د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې د چارو د روان بهیر په اړه خبرې وکړي او ویې ویل، د دغې سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي چې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شي.
ښاغلي همکار، د ترکمنستان له حکومت او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه چې د برېښنايي پروژو په برخه کې یې له افغانستان برېښنا شرکت سره تل ښه تفاهم، همغږي او همکاري کړې ده.
د ترکمنستان د انرژی وزیر هم ټینګار وکړ چې افغانستان د ترکمنستان لپاره ځانګړی لومړیتوب او ارزښت لري؛ ښاغلي آننه ګیلدي سپروف زیاته کړه چې د ترکمنستان ولسمشر هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري، ځکه افغانستان د ترکمنستان ښه او مهم ګاونډی هېواد دی.
د دې لیدنې په پای کې ترکمن چارواکو ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر کوي او د برېښنا د نویو پروژو طرحې به له ځان سره راوړي، چې له تفاهم او هوکړې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.