د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت نوی مالي او اداري رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت کارکوونکو ته د نوي مالي او اداري رئیس، مولوي عبدالستار سیرت د پېژندلو، مناسبت غونډه ترسره شوه.
په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، ملا خالقداد نصرالله سربېره د بلخ ولایت د کارکوونکو چارو رئیس او د یاد امارتي شرکت تجارتي او عملیاتي رئیسانو هم ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د یاد امارتي شرکت نوي مالي او اداري رئیس دغه مسؤولیت یو ستر امانت وباله او څرګنده یې کړه چې د ژمنتیا، صداقت او سالم مدیریت له لارې به د شرکت د چارو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.