د کابل ښار د ۲۵۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ستونزې به حل شي
د کابل ښار د ۲۵۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ستونزې به حل شي
نېټه: چهارشنبه/ ۲ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم د یاد امارتي شرکت د تخنیکي رئیس، انجنیر ندي الله نیازي او د عملیاتي چارو رئیس، انجنیر نصیر احمد احمدي په ملتیا، د کابل ښار د دشت برچي سیمې د اوبو رسولو له یوې مهمې او نیمهکاره پروژې څخه لیدنه ترسره کړه.
یاده پروژه چې د ۶.۵ میلیون ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) له لوري د کوریا هېواد په مالي ملاتړ پلي کېږي، د ښاري زېربناوو له مهمو ټولګټو پروژو څخه ګڼل کېږي چې پکې د اوبو رسولو ۲۴ کیلومتره شبکه، درې حلقې څاګانې او دوه بابه ۳۰۰ متر مکعبه ارتفاعي ذخیرې شاملې دي.
د یادې پروژې له بشپړېدو سره به د یادې سیمې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو له دوامدارې اسانتیا برخمنې شي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل او د کابل ښار د یادې سیمې اوسېدونکو د اوږدې مودې د پاکو اوبو ستونزې ته به د پای ټکی کېښودل شي.