د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
1405/2/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا امارتي شرکت لنډه پېژندنه!


• د امارتي شرکت نوم: د افغانستان برېښنا امارتي شرکت

• د جوړېدو کال: ۱۳۸۶ هـ ل

• د ملکیت نوعیت: ۱۰۰% حکومتي ملکیت

• د مرکزي دفتر پته: د دهمزنګ څلور لارې، درېیمه ناحیه - کابل

• د فعالیت ساحه: د برېښنا تولید، تورید، لېږد، وېش، د برېښنا تأسیساتو ساتنه او پالنه

• قانوني جوړښت: امارتي شرکت


لید او ماموریت

لید:

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد د برېښنا اړتیاوو پوره کولو په موخه له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې، د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هڅې کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت موخه دا ده چې برېښنا ته د لاسرسي کچه د کورني تولید د ودې لپاره ډېره شي، ترڅو ټولو پېرودونکو ته پرته له تبعیض مطمئنه او ارزانه، اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي پلوه د برېښنا تلپاتې شتون یقیني کړي.

ماموریت:

• د برېښنا سیستم د ډاډمنېدو او شتون پراختیا؛

• د برېښنا شبکې پیاوړي کول او پراختیا؛

• د خصوصي پانګونې جلب او د مالي پایه دارۍ څخه ډاډ؛

• له نړیوالو ادارو سره همکاري؛

• برېښنا انرژۍ ته د لاسرسي ډېرول؛

• د برېښنا اغیزمنتیا لوړول او د بیا نوې کېدونکې انرژۍ وده؛

• د پېرودونکو چوپړتیاوو پراختیا او د بشري ځواک پیاوړتیا؛

• د ځایي ټولنې ملاتړ کول، روڼتیا او د ټولنیز مسؤولیت ترویجول؛

• له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا تورید او په هېواد دننه یې وېش.