د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د (۱۴۰۵) مالي کال له پلان سره سم په پام کې لري، تر څو د دې شرکت د درېیم فارم اړوند 580 سیفون د ترمیم ساختماني پروژه چې تشخیصیه شمېره یې (NVEAC/1405/NCB/W-1470) ده، په قرارداد ورکړي.


هغه شرکتونه او مؤسسې چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، د معياري شرطپاڼي او افر اخيستلو په موخه خپل غوښتنلیکونه د ننگرهار وادي كرنيز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.


یادونه: تضمين له مقرراتو سره سم اخيستل کېږي.


پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار