د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بلخ پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت څخه ازبیکستاني پلاوي لیدنه وکړه
1405/2/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د بلخ پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت څخه ازبیکستاني پلاوي لیدنه وکړه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت څخه د ازبیکستان د جمهوریت د سبک صنايعو د پراختیا ادارې رئیس، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنايعو خونې د رهبري غړي حاجي قلندر، د نړیوالو اړیکو د کمېټې رئیس او ورسره مل پلاوي، لیدنه وکړه.


په دې ناسته کې، د د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت مالي او اداري رئیس، مولوي آدم خان یوسفزي او عملیاتي رئیس، محمد صدیق براتي هم شتون درلود.


د غونډې په ترڅ کې، راغلي پلاوي ته د یاد امارتي شرکت له خوا د تولید شوي محلوچ او موجوده تولیدي ظرفیتونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.


همدارنګه د ازبیکستان هېواد له پلاوي سره د محلوچ د تولید، بازارموندنې او د پلور په برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه د بحث سربېره، د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وشو.