د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د څرخي پل په ګدامونو کې د یو عدد ترکي ټرانسفارمر له ۷ قلمه برېښنايي تجهیزاتو سره د نصب پروژه، د داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
هغه شرکتونه چې په دې برخه کې تجربه لري، کولای شي شرطپاڼه په فزیکي یا هم فلش ډسک کې له ۱۴۰۵/۲/۳۱/ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۳/۱۳ نېټې پورې د ارزاقو امارتي شرکت څخه ترلاسه کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۳/۱۳ نېټې، د ماسپښین ۲:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت د غونډو په تالار کې جوړېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو امارتي شرکت ترڅنګ، درېیمه ناحیه ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره اړیکه ونیسئ:
020-2510648
info@arzaq.gov.af