د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د زابل ولایت اوسېدونکي د ډبرو سکرو د وېش له لړۍ څخه خوښ دي
1404/11/1 00:00
Mumtaz خبرونه
د زابل ولایت اوسېدونکي د ډبرو سکرو د وېش له لړۍ څخه خوښ دي نېټه: چهارشنبه / ۲ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري، په لوړ کیفیت او مناسبې بیې سره د ډبرو سکرو د وېش لړۍ چې د ژمي له راتګ سره په کابل او د سړو سیمو ځینو ولایتونو کې پیل شوې وه، اوس مهال په زابل ولایت کې په خورا چټکۍ سره جریان لري. د زابل ولایت د ډبرو سکرو د وېش مرکزونو مسؤولین وايي، چې د دې ولایت اوسېدونکي له یادې پروسې خوښي څرګندوي او په راتلونکي کې یې د لا دوام غوښتونکي دي. مسؤولین زیاتوي، چې په دغه مرکز کې په ورځني توګه لسګونه ټنه د ډبرو سکاره وېشل کېږي، چې په دې سره به د یاد ولایت اوسېدونکو د سون توکو اړتیاوې پوره شي.