د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د کندهار برېښنا ریاست او ځایي تاسیساتو څخه لیدنه وکړه
1405/3/2 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د کندهار برېښنا ریاست او ځایي تاسیساتو څخه لیدنه وکړه 


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ تخنیکي پلاوي د کندهار برېښنا ریاست له رئیس، مرستیالانو، د اړوندو څانګو مسؤولینو او تخنیکي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

 

په دې ناسته کې د روانو تخنیکي چارو ارزونه، د راتلونکو پلانونو تطبیق، د شبکې ثبات، د خدماتو کیفیت او د پروژو د پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث وشو. 


یاد پلاوي د کندهار له سیمه ‌ییزو سب‌سټېشنونو، د ختیځ سب‌سټېشن د پرمختګ چارو او د برېښنا پایو جوړولو فابریکې څخه هم لیدنه وکړه؛ د ختیځ سب‌سټېشن د چارو د چټک تکمیل په موخه قراردادي شرکت او مسؤولینو ته سپارښتنه وشوه، ترڅو پروژه د امکان تر حده ژر بشپړه شي. 


همدارنګه د پایو جوړولو فابریکې چارې وارزول شوې او مسئولینو ته هدایت وشو، ترڅو فابریکه ژر فعاله شي او د جنوب‌غرب زون د توزیعي شبکو لپاره د اړتیا وړ پایې تولید کړي، څو د ترانسپورتي لګښتونو د کمېدو ترڅنګ برېښنا شرکت ته اقتصادي ګټه هم رامنځته شي. 


د کندهار برېښنا ریاست رئیس او مرستیالانو د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ له لیدنې مننه وکړه او د معلوماتو شریکولو، همغږۍ او د پروژو د تطبیق په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.