د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کابل — ډهلي ترمنځ په الوتنو کې زیاتوالی راغلی
1405/3/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د کابل — ډهلي ترمنځ په الوتنو کې زیاتوالی راغلی


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت له لوري د مسافرو د اسانتیاوو پراخولو او د سفرونو د زیاتېدونکې تقاضا د پوره کولو په موخه، د کابل او ډهلي ترمنځ دوه طرفه ورځنۍ الوتنې پيل شوې دي.


د معلوماتو له مخې، په تېر کې به هره اوونۍ یوازې څلور الوتنې ترسره کېدې، خو اوس مسافرین کولای شي هره ورځ په منظم ډول د کابل — ډهلي ترمنځ سفر وکړي؛ دغه بدلون د سفرونو په اسانتیا کې مهم ګام بلل کېږي او د خلکو لپاره به لا زیات فرصتونه برابر کړي.


د یادونې وړ ده چې د ورځنیو الوتنو پيل به نه یوازې د مسافرو تګ راتګ اسانه کړي، بلکې د سوداګرۍ، درملنې، زدکړو او کورنیو سفرونو په برخه کې به هم مثبته اغېزه ولري؛ دا اقدام د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره هم ارزښتناک بلل کېږي.