د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا شرکت او بیات پاور مسئولینو تر منځ د پېرودل کېدونکې برېښنا په اړه ګډه ناسته وشوه
1404/11/1 00:00
Mumtaz خبرونه
د افغانستان برېښنا شرکت او بیات پاور مسئولینو تر منځ د پېرودل کېدونکې برېښنا په اړه ګډه ناسته وشوه نېټه: چهارشنبه/ ۲ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د بیات پاور مسئول ښاغلي اسماعیل بیات سره ګډه ناسته وکړه او د پېرودل کېدونکې برېښنا هوکړې بېلابېلو اړخونو په اړه یې خبرې وکړې. ښاغلي عبدالحق همکار، د بیات پاور پانګونه او د افغانستان برېښنا شرکت سره ګډه سوداګریزه همکاري وستایله او د هر ډول اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ. همداراز، د بیات پاور مسئول ښاغلي اسماعیل بیات، د افغانستان برېښنا شرکت له همکاریو او ملاتړ مننه وکړه او له خپل لوري یې اړوند برخو کې د همکارۍ دوام ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان برېښنا شرکت د شته سرچینو په کارولو سره د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ او له خصوصي سکتور څخه د تولید شوې برېښنا پېرودل یې هم پراخ کړي دي.