د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ارزاقو امارتي شرکت د نوې زنځیري مغازې د جوړېدو چارې پیل شوې
1405/3/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو امارتي شرکت د نوې زنځیري مغازې د جوړېدو چارې پیل شوې


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د یوې نوې خرڅلاو زنځیري مغازې د جوړېدو چارو پیل مراسمو کې د شرکت د مالي او اداري چارو رئیس، مولوي مطیع الله مجروح د شرکت آمرینو، مدیرانو او همدارنګه د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت د پروژې مدیر هم ګډون کړی و.


د شرکت د مالي او اداري چارو رئیس، مولوي مطیع الله مجروح وویل چې د مغازو جوړېدل به خلکو ته د خوراکي توکو د ترلاسه کولو آسانتیاوې برابرې کړي او ترڅنګ به یې کاري فرصتونه هم رامنځته شي؛ نوموړي دغه پروژه د شرکت د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.


همداراز د املاکو آمریت انجنیر عبیدالله کریمي وویل، چې یاده مغازه د یاد امارتي شرکت د مرکزي دفتر د دروازې ترڅنګ د ۸۵ متره مربع ځمکې پر سر جوړېږي چې شاوخوا ۱۷۱۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پرې راځي او په درې نیمو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.