د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د‎ امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وکړه
1405/3/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د‎ امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وکړه 


د امارتي شرکتونو د لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه. 


‏‎په دې ناسته کې د څار پلاوي غړو، هر یو د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ نورالحق انور؛ د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف؛ د افغانستان بانک رئیس، ملا نوراحمد آغا او د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت معین ګډون کړی و.


د ناستې په پیل کې د ارزاقو، افغان ټېلي کام، نفت او ګاز، افغان تور، افغان پُست، ملي بس، د لاسي صنایعو پراختیا، د بلخ سیلو، د هلمند د حجارۍ او نجارۍ، د کندهار نخي نساجي، د کندهار پشمي نساجي، استراس، انټرکانټیننټال هوټل، د غوښو او لبنیاتو برابرولو او افغان نساجي امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ مالي کال پر سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو باندې بحث وشو.


همداراز د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د ۱۰۰۰ نویو مخابراتي سایټونو پروژې موضوع او د افغان پُست امارتي شرکت د الکټرونیکي پیسو د ورکړې خدمتونو د جواز (EMI) پر موضوع باندې خبرې ترسره شوې.


د غونډې په پای کې، د متفرقه موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، ځینې لازمې پرېکړې هم ترسره شوې