د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري چې د یاد امارتي شرکت د باغ په ساحه کې د خپل ملکیت (۳۰۰) متره مربع ځمکه د دوو کلونو لپاره، د میاشتني (۷۹۲۰) افغانیو په بدل کې، ښاغلي محمد سالم ته په اجاره ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټور چې دې ملکیت ته اړتیا لري او له یادې اندازې څخه د لوړې کرایې د ورکړې توان لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۲) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیکونه د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري او په ۱۴۰۵/۰۳/۲۰ نېټه دې د مزایدې په پروسه کې ګډون وکړي.
یادونه: تضمین ( ۳۰۰۰۰ افغانۍ) په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: مرکزي سیلو امارتي شرکت، د ارزاقو امارتي شرکت ترڅنګ، درېیمه ناحیه ـ کابل