د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/3/11 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل آرشیف پخوانۍ ودانۍ، چې (۴۸۳) متر مربع مساحت لري، له پخوانۍ کرایې څخه په ۱۰٪ زیاتوالي سره، د میاشتني (۴۱۸۶۶) افغانیو په بدل کې، د درې کلونو لپاره د صدبرګ تولیدي شرکت ته په کرایه ورکړي.


هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټور چې دې ملکیت ته اړتیا لري او له یادې اندازې څخه د لوړې کرایې د ورکړې توان لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۴) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیکونه د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري او په ۱۴۰۵/۰۳/۲۳ نېټه دې د مزایدې په پروسه کې ګډون وکړي.


یادونه: تضمین ( ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ) په نغدي توګه اخیستل کېږي.


پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، د ارزاقو امارتي شرکت ترڅنګ، درېیمه ناحیه ـ کابل