خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ننګرهار درنو ولسونو، کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو ته خبر ورکوي چې د درونټې برېښناکوټ د بند کاسې د خټو او نورو رسوباتو د تخلیې، او همدارنګه د بند په کاسه کې د اوبو د جذب د ظرفیت د لوړولو په موخه، د جوزا میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې (سهشنبې تر پنجشنبې) د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې د بند کاسې اوبه خوشې شي.
د یادونې وړ ده چې په یادو درېیو ورځو کې به د ورځې له لوري د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په لوی نهر کې اوبه نه وي او برېښنا به هم قطعه وي؛ خو د شپې له لوري به اوبه د منظم مهالوېش، عدالت او انصاف له مخې وېشل کېږي.
له ټولو درنو کرنیزو شرکتونو، اجاره لرونکو او قدرمنو ولسونو څخه د زغم، همکارۍ او حوصلې له امله له وړاندې مننه کوو او هیله لرو چې د راتلونکو درېیو ورځو په جریان کې د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې د خپل ځان، کورنۍ او مالونو د خوندیتوب په موخه د سیند له غاړو څخه لرې پاتې شئ او خپلو ماشومانو ته هم اجازه ورنه کړئ چې د لوی نهر او سیند غاړو ته ولاړ شي.