د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/12 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شركت د (۱۴۰۵) كال مالي پلان سره سم په پام كې لري، چې د زيتون فابريكې لپاره د شيشه يي بوتلونو او كاغذي كارتنونو د تدارک او برابرولو تړون، چې تشخیصیه شمېره یې (NVEAC/1405/NCB/G-1526) ده، ترسره كړي.


هغه شركتونه او مؤسسې چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (٢١) کاري ورځو پورې د معياري شرطپاڼې او آفر اخیستلو په موخه خپل غوښتنليكونه د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شركت د تداركاتو لوى مديریت ته وسپاري؛ تضمين له مقرراتو سره سم اخيستل كيږي.


پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار