د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تړون د ورکړې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې دویمې فقرې پر اساس، غواړي د (١١) قلمه كرنيزو درملو تړون له وسيم قهار سوداګریز شركت سره، چې د (2038-0601) ګڼې جواز لرونكى دی، ترسره كړي.
د تړون لومړنۍ بيه (8177480 اته ميليونه يو سل اوه اويا زره څلور سوه اتيا) افغانۍ ده.
هغه حقيقي او حكمي اشخاص چې هر ډول نيوكه لري، د تداركاتو قانون د ۵۵ مادې سره سم په ليكلی بڼه سره له دلایلو، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (٧) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شركت د تداركاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.
یادونه: دا خبرتيا د تړون د ورکړې په معنى نه ده او د پورته ذكر شوې مودې او قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون لاسليك نه شي.
پته: د کابل ـ جلال آباد لویه لاره، سرخرود دوه سړکه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ـ ننګرهار