د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د قرغزستان پانګوال د برېښنا لېږد او د تولید ظرفیت لوړولو ته لېوالتیا لري
1405/3/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د قرغزستان پانګوال د برېښنا لېږد او د تولید ظرفیت لوړولو ته لېوالتیا لري


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د قرغزستان هېواد (RDF) کمپنۍ او د قرغزستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس، ښاغلي عظمت ممبیک سره ناسته کې د برېښنا تولید شبکو پراختیا او برېښنا لېږد لویو پروژو پانګونې په اړه خبرې وکړې. 


د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس یادو پانګوالو ته د پانګونې خوندیتوب لپاره د هر ډول آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه ډاډ ورکړو. 


د قرغزستان هېواد (RDF) کمپنۍ او د قرغزستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس، عظمت ممبیک د نغلو په ګډون د یو شمېر برېښنا تولید فابریکو ظرفیتونو لوړولو په اړه خپلې پراختیايي او رغنیزې طرحې وړاندې کړې او ګڼو برخو کې پانګونو ته لېوالتیا وښوده. 


ښاغلي عظمت ممبیک د قرغزستان هېواد برېښنا تولید شرکت (NEGK) له لوري د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ته د رسمي ورتګ بلنه هم ورکړه. 


د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، د ښاغلي ممبیک له بلنې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اقتصادي او تخنیکي برخو کې همکارۍ د ګډو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.