د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
1405/3/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم له لوري په ختیځ زون کې د اوبو رسولو ۱۴ واټرپمپونو لپاره د ۶ کیلوولټ نوي برېښنا فیډر پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


په یادو مراسمو کې ښاغلي کظیم وویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۱ زره کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته په ښه او دوامداره ډول لاسرسی پیدا کړي؛ همدارنګه یې هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې پر ژمنتیا ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د اوبو رسولو د شبکو په ساتنه کې له دې شرکت سره همکاري وکړي.


د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب امارتي شرکت له لوري، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د اوبو رسولو د برېښنايي سیستم د ستونزو د حل، د برېښنا د دوامدارې رسونې، د واټرپمپونو د فعالیت د ښه‌والي او د ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د منظمې رسونې په موخه پلي شوې ده.