د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په کندهار کې د ملي بس استازولي فعاله شوه
1405/3/18 00:00
Mumtaz خبرونه

په کندهار کې د ملي بس استازولي فعاله شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت له لوري د کندهار ولایت لپاره د ملي بس آمریت استازولي پرانېستل شوه چې ولسونو ته به د خدمت په موخه فعالیت ترسه کوي؛ د یادې استازولۍ په فعالېدو سره به د کندهار ولایت اوسېدونکو ته معیاري، خوندي او منظمې ترانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې شي.


د ملي بس امارتي شرکت له لوري د هېواد په کچه د ترانسپورټي خدمتونو د پراختیا او د سفر اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه د کندهارولایت سربېره په نورو ولایتونو کې هم د ملي بس د استازولیو د فعالولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي.


د ملي بس امارتي شرکت مسؤولین ټینګار کوي چې د ترانسپورټ د کیفیت لوړول، د مسافرو خوندیتوب او د سفر د اسانتیاوو زیاتول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په همدې موخه به خپلو خدمتونو ته لا پراختیا ورکړي.