د افغان تور امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
د افغان تور امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
نېټه: یکشنبه / ۶ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان تور امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال، د افغان تور امارتي شرکت مشرتابه، اړوندو مسؤولینو او د مدیره پلاوي غړو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې، د افغان تور امارتي شرکت پر سوداګزیز پلان هر اړخیزې خبرې وشوې او د راتلونکي کال لپاره د بهرنیو سیلانیانو او مسافرینو د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د ۵۰ عرادې وسایطو د پېرلو پرېکړه هم تائید شوه.
د غونډې په پای کې، د افغان تور امارتي شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او نوښتونو ستاینه وشوه او د شرکت د لا ودې، پراختیا او اغېزمنتیا لپاره مهمې او رغنده سپارښتنې وشوې.