د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/19 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره په تړون ورکړي:


۱- په بګرامي ښارګوټي کې یو کانټینر (د ۱۴.۴ متر مربع په مساحت سره).

۲- د لاله ښارګوټي په سویل (جنوب) کې یو باب هنګر.

۳- د خوشحال خان ښارګوټي په ۵م بلاک کې ۲مه شمېره هټۍ.

۴- د خواجه رواش ښارګوټي په لومړي مارکېټ کې ۱۳مه شمېره هټۍ.

۵- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۱۱مه شمېره غرفه.

۶- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۴مه شمېره هټۍ.

۷- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۳مه شمېره هټۍ.

۸- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۵-۶ شمېره تهکوي.

۹- د لاله ښارګوټي ۴مه شمېره هټۍ.

۱۰- د لاله ښارګوټي ۸مه شمېره هټۍ.


هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې د یادو ملکیتونو د قرارداد کولو غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، ملي پراختیا امارتي شرکت ته وسپاري.


یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه وګوري، تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.


پته: د ملي پراختیا امارتي شرکت، ۱۵ ناحیه، قصبه ـ کابل


د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې تړوني ته دننه شئ:

https://www.ndc.gov.af/archives/8282