د ۳۶۰ بهرنیو ګرځندویانو د ویزو د تمدید او د وتلو چارې ترسره شوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري او غوايي میاشتو په لړ کې د مرکز، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو آمریتونو د (۳۶۰) تنو بهرنیو اتباعو(ګرځندویانو) د ویزو د تمدید او د وتلو ویزو د ترلاسه کولو چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې دي.
یاد شويو آمریتونو له اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ، د دغو سیلانیانو لپاره د قانوني اسنادو تنظیم، د ویزې تمدید او د خروجی ویزې اړوند چوپړتیاوې وړاندې کړي او هغوی یې د لازمو پړاوونو د بشپړولو لپاره رسماً اړوندو بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
د افغان تور امارتي شرکت ژمن دی چې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د معیاري، چټکو او باوري چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره د هېواد د سیاحت سکتور د ودې او پراختیا لپاره دوامداره هڅې وکړي.