د امارتي شرکتونو لوي ریاست
آریانا له ۳۶ زرو ډېر مسافرين او ۵۴۳ ټنه سوداګريز توکي لېږدولي
1405/3/20 00:00
Mumtaz خبرونه

آریانا له ۳۶ زرو ډېر مسافرين او ۵۴۳ ټنه سوداګريز توکي لېږدولي


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په تېره غوايي مياشت کې د مسافر وړونکو او کارګو پروازونو له لارې ګڼو نړيوالو او کورنيو سکټورونو ته (۳۶۴۸۶) مسافرين او (۵۴۳) ټنه سوداګريز توکي لېږدولي دي.


د دغو لېږدونو (۲۳۸) ټنه يې صادرات او (۳۰۵) ټنه واردات دي، چې د صادراتو زياته برخه يې وچه مېوه، هېنګ (اینجه)، زعفران او لاسي صنایع دي.


د یادونې وړ ده چې په نړيوالو سکټورونو کې ډهلي، اسلام آباد، دُبۍ، استانبول، آنقره، جده او مسکو او په کورنيو سکټورونو کې کابل، کندهار، هرات او مزارشريف شامل دي، چې د سوداګريزو لېږدونو زياته برخه ډهلي او دوبۍ سکټورونو ته ترسره شوې ده.