د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د پُستي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه هوکړه وشوه
1404/11/7 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان پُست امارتي شرکت او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا، د پُستي خدمتونو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د دواړو ادارو ترمنځ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه ‌لیک له مخې به د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رسمي مراسلات، اسناد او مکتوبونه په خوندي، چټک او محرم ډول انتقال شي، چې له دې سره به د پُستي خدمتونو له لارې د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ او د هېواد اقتصادي فعالیتونه به لا پیاوړي شي.