د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د آقینې بندر ته سفر وکړ
1405/3/25 00:00
Mumtaz خبرونه

د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د آقینې بندر ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا بسم الله مزاري د فعالیتونو د مستقیمې څارنې او د کاري بهیر د ارزونې په موخه، د آقینې بندر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د بندر له تاسیساتو او عملیاتي برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د بېلابېلو برخو له مسؤولینو او کارکوونکو سره وکتل؛ همدارنګه یې د چارو د پرمخ بیولو، د خدمتونو د وړاندې کولو او د روانو فعالیتونو د بهیر په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس څرګنده کړه چې د آقینې بندر د مسؤولینو او کارکوونکو منظم او بې‌وقفې فعالیتونو د سوداګریزو چارو په اسانتیا، د عوایدو په زیاتوالي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

همداراز د آقینې بندر مسؤولینو هم په دغې لیدنه کې د خپلو لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په پوره جدیت سره به د لا غوره او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

د دغه سفر په پای کې د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د آقینې بندر د مسؤولینو فعالیتونه او اغېزمن مدیریت وستایه او د دغه بندر د پراختیايي پروګرامونو او کاري ظرفیتونو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.