د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت په پام کې لري، ترڅو د سلام شبکې د کال سنټر ( هارډ ویر، سافټ ویر او لیسنس) د مخابراتي تجهیزاتو د تدارک او برابرولو پرژوه چې تشخیصیه شمېر ه یې (RRAFTEL/1405/G-16/NCB) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

ټولو پر شرایطو برابرو اشخاصو ته بلنه ورکول کېږي چې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، همدارنګه دې د شرطپاڼې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو وېبپاڼې (www.mcit.gov.af) څخه ترلاسه کړي؛ خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۴/۲۰ نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې وړاندې کړي.

یادونه: د داوطلبۍ غونډه د یاد امارتي شرکت د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي، د آفر تضمین د پلي کېدلو وړ نه دی؛ ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل

د لا زیاتو معلومات لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۹۱۸۴