څلورګونو فارمونو کې له ۶۰۰ ټنو زیات د غنمو حاصلات ترلاسه شوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې له شاوخوا ۱۹۴۰ جريبه ځمکې څخه، د ۶۱۲ ټنه غنمو حاصلات ترلاسه شوي چې پکې د تېر کال په پرتله ۲۰۶ ټنه زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د غنمو د حاصلاتو سږنی زیاتوالی د کرنیزو چارو د اغېزمن مدیریت، د عصري کرنیزو کړنلارو پلي کېدو او د طبیعي شرایطو د مناسبې ګټې اخیستنې څرګندونه کوي، چې تمه کېږي په راتلونکو کلونو کې به هم د کرنیزو تولیداتو د لا زیاتوالي زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې له ذکر شویو غنمو څخه ۷۰ ټنه د تخم په موخه ساتل کېږې او پاتې نور به، بازار د پلور لپاره وړاندې شي.