د امارتي شرکتونو لوی رئیس د افغان-قزاق ګډ سوداګریز نندارتون څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري، د څارنې او ارزونې رئیس، مولوي نجم الرحمن فضلي، د سوداګریزو چارو رئیس، مولوي عبدالحلیم آغا او د عامه او خصوصي مشارکت رئیس، احمد ادریس علیزي په ملتیا د افغان – قزاق په نندارتون کې ګډون وکړ.
د لیدنې په لړ کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال او د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر، سیریک ژومان ګارین په ګډه د نندارتون له غرفو څخه د لیدنه وکړه.
ښاغلي بلال په یاد نندارتون کې د کورنیو سوداګریزو او تولیدي شرکتونو د ګډون سربېره، د بهرنیو شرکتونو هڅې د قدر وړ وبللې او د دوستو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه نندارتون د ا.ا او د قزاقستان جمهوريت ترمنځ د دوه ورځو لپاره په انټرکانټیننټال امارتي شرکت کې په لاره اچول شوی، چې د امارتي او خصوصي شرکتونو سربېره د قزاقستان هېواد ګڼو شرکتونو پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.