له بیات پاور شرکت سره د ۴۰ مېګاواټه تولیدي برېښنا پېرودلو تړون وغځول شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار او د بیات پاور خصوصي پانګوال شرکت رئیس، انجنیر احسان الله بیات ترمنځ، د برېښنا پېرودلو تړون وغځول شو.
د برېښنا پېرودلو دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت او بیات پاور خصوصي شرکت اړوند تخنیکي څانګو ترمنځ د پرلپسې ناستو او تولیدي برېښنا کچې لوړولو په ګډون، د ګڼو یو شمېر مواردو له بدلون او بیا کتنې وروسته د لسو کلونو لپاره بیا نوی او لاسلیک شو.
د يادونې وړ ده چې د لاسلیک شوي تړون له مخې به د بیات پاور خصوصي پانګوال شرکت، له ګازو تولیدېدونکې ۴۰ مېګاواټه برېښنا، پر برېښنا شرکت پلوري.