د ۳۲۰ ټنه بشري مرستو لېږد چارې د افغان پُست امارتي شرکت ته وسپارل شوې له قزاقسـتان هېواد څخه د ۳۲۰ ټنه بشري مـرستو لېږد چارې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت ته وسپارل شوې. یادې مرستې د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې هېـواد ته راوړل شوي او ټاکل شوې ده چې د افغان پُست امارتي شرکت له لوري د مرکز کابل سربېره د هېواد ۱۳ ولایتونو ته ولېږدول شي. د افغان پُست امارتي شرکت به دغـه بشـري مـرستې په منظم، خوندي او پر وخت مستحقـو سیمـو ته ورسوي، ترڅو اړمنې او زیانمنې کورنۍ ترې ګټه پورته کـړي.