د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/1 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري، ترڅو خپل ۵مه او ۶مه شمېره هنګرونه، چې په ټولیز ډول (۲۶۴۰) متره مربع مساحت لري او د سرای شمالي د ګدامدارۍ عمومي مدیریت په محوطه کې موقعیت لري، د داوطلبۍ د پروسې له لارې په کرایه ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یاد ملکیت په کرایه نیولو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ کاري ورځو پورې، د آفر ترلاسه کولو په موخه د افسوټر امارتي شرکت ته مراجعه وکړي او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر شي.

یادونه: د آفر پرانېستنې غونډه د ټاکل شوې نېټې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو جوړېږي.

پته: د افسوټر امارتي شرکت، ګلفروشۍ کوڅه، نوی ښار، لسمه ناحیه ـ کابل