د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
1. عمومي معلومات
- د شرکت نوم: د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت
- د جوړولو کال: د انټرکانټیننټال هوټل د جوړولو چارې د ۱۹۶۷ زیږیز کال د اپرېل میاشتې په اتمه نېټه د انټرکانټیننټال هوټلونو د شبکې په همکارۍ د (Taylor Woodrow Construction Company) شرکت لخوا پیل شوې او د ۱۹۶۹ زیږیز کال د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پرانېستل شو.
- د مرکزي دفتر پته : کارته پروان، باغ بالا – کابل
- د فعالیت ساحه (هوټلداري او مېلمه پالنه)
- قانوني جوړښت: امارتي شرکت
دغه هوټل ۲۰۰ خونې، د لامبلو حوض، ورزشي کلپ، د ټینس د لوبې میدان، له طبیعي منظرو سره پاک او مناسب چاپېریال، دوه رستورانټونه، یو کافي شاپ او ۶ تالارونه لري چې د مېلمنو لپاره د رسمي او غیر رسمي مراسمو د ترسره کولو په موخه برابر شوي دي.
2. لید او ماموریت
لید:
د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت په افغانستان کې د مېلمه پالنې او هوټلدارۍ د خدمتونو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې تل یې هڅه کړې ترڅو د لوړو مسلکي معیارونو او د مېلمه پالنې د اصولو په رعایت سره د مېلمنو، کارکوونکو او سوداګریزو شریکانو لپاره یو باوقاره، خوندي او باکیفیته چاپېریال برابر کړي.
دغه شرکت خپل فعالیتونه د ځانګړو خدمتونو او مسلکي مېلمه پالنې، د کیفیت او لوړو خدماتي معیارونو د ساتنې، د کلتوري تنوع او ټولنیزو ارزښتونو د درناوي پر بنسټ مخ ته وړي.
ماموریت:
د انټرکانټیننټال هوټل ماموریت د هوټلدارۍ او مېلمه پالنې په برخه کې تر ټولو لوړ کیفیت لرونکي چوپړتیاوې وړاندې کول دي، ترڅو د خپلو مېلمنو رضایت او اړتیاوې پوره کړي؛ همدارنګه د هېوادوالو او له افغانستان څخه د لیدونکو بهرنیو مېلمنو لپاره د نړیوالو معیارونو له مخې د لوړو اسانتیاوو او خدمتونو لرونکی یو ځانګړی تفریحي او سوداګریز مرکز دی، چې د لیدنو، د کسب او کار پراختیا، د غونډو جوړولو، د ودونو او مراسمو د ترسره کولو لپاره په یو نه هېرېدونکي ځای بدل شوی دی.