د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د درنو هېوادوالو د پام وړ!
1405/4/2 00:00
Mumtaz خبرونه

د درنو هېوادوالو د پام وړ!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت اړوند د سلام مخابراتي شبکه درنو پېرېدونکو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د خپلو مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په بیو کې یې هېڅ ډول زیاتوالی نه دی راغلی.

د سلام مخابراتي شبکه ژمنه ده چې د تل په څېر به خپلو هېوادوالو ته باکیفیته، باوري او د مناسبې بیې سره سم مخابراتي او انټرنېټي چوپړتیاوې وړاندې کوي.